انصار: ( د چنګاښ ۱۸ مه)، د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، تازه د مالیې وزارت ویلي چې یوازې د هغو ښځو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټیټ شوي چې هره ورځ دندو ته نه حاضرېږي.
د یاد وزارت مسوولینو رسنیو ته ویلي، "هغه برحاله ښځينه کارکوونکي چې، په اړوندو ادارو کې د نارینهوو په څېر هره ورځ دندو ته حاضرېږي د هغوی معاشونه د هغوی د بست پر بنسټ د اجرا وړ دي."
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ګېني د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټیټ شوي چې دې خبرونو پراخ غبرګونونه راوپارول.
خو تازه مالیې وزارت بیا د ټولو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.
د ویلو ده چې په هغو راپورونو کې د ښځینه ښوونکو د معاشونو د ځنډېدو موضوع هم یاده شوې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32402